slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

پرون د کورنیو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د الحاج خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوې. په دې غونډه کې د وزارت پر معینانو سربیره د وزارت ریسانو هم ګډون کړی.  خبرپاڼه وايي چې ښاغلي حقاني  ویناوو توصیه‌وي  بڼه درلوده او د وزارت منسوبینو ته یې په خپلو دندو کې د همت او د هېوادوالو په خدمت ټینګار کړی دی. د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د غونډې ګډونوالو ته په خپلو توجیهي ویناوو کې ویلي، « موږ او تاسې د ولس د خادمانو په حیث د خپلو خلکو د خدمت لپاره توظیف شوي یو.»

دا رنګه نوموړي په خپلو ویناوو کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت پولیس او ټول منسوبین باید د ولس هوساینه او د هغوی د امنیت ساتنه د خپل مسؤولیت لومړیتوب وګڼي، هغوی باید ډېر کوښښ وکړي چې له ولس سره په مثبت تعامل او له هغوى سره په همغږۍ خپل مکلفیت په ښه ډول تر سره کړي.

د خلیفه سراج الدین تر وینا وروسته د وزارت معین صاحبانو او لویو رئیسانو د وزارت پر امنیتي، اداري او خدماتي موضوعاتو خبرې وکړې.