مجاهد: اسلام اباد د کابل او بیجینګ ترمنځ باور لمنځه وړي
ذبیح الله مجاهد خېبر پښتونخوا کې پر چینایي وګړو د برید عاملینو په تړاو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ته په اشاره وایي، دغه مساله له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او په خبره یې پاکستان باید خپل امنیت په خپله ټینګ کړي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « پاکستان کې د چینایي وګړو موخه ګرځو پاکستان پورې اړه لري او افغانستان پورې هیڅ اړه نه لري او راپور چې پاکستان خپور کړی د افغانستان او چین ترمنځ د باور لمنځه وړلو هڅه ده، موږ بیا بیا دغه رد کړی او غیر منطقي ده.»
تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي کابل ته په سفر کې، خېبر پښتونخوا په بشام سیمه کې د وروستي برید په اړه خپلې موندنې له افغان چارواکو سره شریکې کړې دي.
په ورته مهال یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د سیاسي ستونزو د حل لپاره له یو بل سره د مالوماتو شریکول ګټور دي او زیاتوي، پاکستان باید دغه هېواد کې رامنځته شویو پېښې د افغانستان پورې ونه تړي.