د امریکا کنټاکي ایالت کې UPS ډوله بار وړونکې الوتکه د نامعلوم علت له مخې نسکوره شوې.
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) ویلي چې UPS بار وړونکې الوتکه د محمدعلي نړیوال هوايي ډګر څخه تر الوتنې وروسته د لوېېویل ښار په شاوخوا کې نسکوره شوې ده.
د FAA د معلوماتو له مخې، الوتکه له هوايي ډګر څخه له الوتنې څو دقیقې وروسته د فرنولي او ګرېډلین سیمو ته نږدې راولوېدلې. د لوېېویل پولیسو ویلي چې بېړني او ژغورنیز ټیمونه سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او د لټون او ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.
اټکل کېږي چې په الوتکه کې درې تنه خدمه موجود وو، خو تر اوسه د هغوی د برخلیک په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.
UPS شرکت ویلي چې له اړوندو چارواکو سره په ګډه د پېښې د علت د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي. فدرالي هوايي چلند اداره او د ملي ترانسپورټ د خوندیتوب بورډ (NTSB) د پېښې د تخنیکي علت د معلومولو لپاره ګډه پلټنه کوي.
چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د پېښې له ځایه لرې پاتې شي؛ څو د ژغورنې او څېړنې عملیاتو ته اسانتیا رامنځته شي.


