slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې نن (یکشنبه، ۱۴۴۷/۲/۲) دوه جلا ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې لږ تر لږه پنځه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

لومړۍ پېښه سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کوکلامي درې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ډاټسن موټر له سړک څخه منحرف او سیند ته غورځېدلی، چې پکې یو تن مړ او درې تنه ټپیان شوي دي.

دوهمه پېښه بیا د مازدیګر په ۴:۰۰ بجې د اولنګ په سیمه کې شوې، چې پکې یو پاسو موټر د اوړو بار موټر سره ټکر کړی او له امله یې څلور تنه مړه او یو تن ټپي شوی دی.

ټپیان سیمه‌ییز روغتون ته انتقال شوي او د پېښو په تړاو څېړنې روانې دي.