slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د تخار ولایت د کانونو ریاست وايي چې په تېر یو کال کې د کانونو د قانوني استخراج له لارې له ۳۰۰ میلیونه افغانیو څخه زیاته عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي

د یاد ریاست مسؤلین زیاتوي، دا عواید د راڼه مدیریت او قانوني پروسو له لارې تر لاسه شوي، چې تمه ده د ولایت په وټه‌ییزه وده او پرمختیا کې مهم رول ولوبوي.

له بلې خوا، د تخار اوسېدونکي له حکومته غواړي چې دغه عواید دې په روڼ ډول پر پرمختیايي او بنسټیزو پروژو ولګول شي، څو د خلکو ژوند ښه شي او ټولنیز خدمتونه پراخ شي.