slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د فوتسال(۱۷ کلنو کم عمره) ملي لوبډلې سره لیدلي.

ښاغلي خلیفه د یادو ځوانانو اتلولي ستایلې او دوی ته یې ویلې، تاسې د هر افغان استازي یاست، ټول ملت مو په بشپړ ملي یووالي سره بریا ته د خوښۍ جشنونه نیسي، افغانستان ته مو ویاړ راوړی، په همداسې ډاډ دوام ورکړئ، د ټول افغانستان حقیقي استازیتوب وکړئ او منل شوي اسلامي او افغاني ارزښتونه مو په دې ویاړلي استازیتوب کې وساتئ.

همداراز  ښاغلي حقاني یادې لوبډلې، د دوی روزونکو او استازو ته يې د هراړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی.

ورته مهال راغلې لوبډلې او پلاوي د حقاني له مادي او معنوي ستاینې ډېره خوښي څرګنده کړې او دا یې د راتلونکي لپاره ستر اطمنان باللی، چې د داسې مشرانو پام او ملاتړ ورسره دی.