لوګر کې امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ځینې نظامي وسایل او نشهيي توکي نیولي دي.
له دې ولایته د راغلې خبرپاڼې له مخې د امنیه قومندانۍ لومړی امنیتي حوزې اړوند دويم سمت منسوبینو د هڅو په پایله کې دوه کېلو چرس او یو لویه نظامي مخابره نیولی ده.
د لوګر امنیه قومندانۍ د دویم سمت امنیتي منسوبین زیاتوي چې د یوه کشفي راپور په اساس د مرکز اړوند دوشنبې په سیمه کې ٢ دوه کېلو چرس او یو لویه روسي مخابره نیولي دي.
دیادولو ده چې دوه ورځې وړاندې هم د یاد سمت منسوبینو لخوا درې تنه د غلا او اخلاقي فساد په تور نیول شوي وو.