ټرمپ او نتنیاهو په غزه کې د اوربند لپاره هڅې ګړندۍ کړې
د
اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته د خپل سفر په لړ کې د
امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دویم ځل لپاره لیدلي؛ څو غزه کې د
روانې کشالې او د احتمالي اوربند پر سر خبرې وکړي. ټرمپ او نتنیاهو د دوشنبې په ماښام او د سې شنبې په ورځ یو ساعت په دې تړاو غونډې لرلې. د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، که څه هم جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې؛ خو د یادې مسلې د حل هڅې روانې دي. ټرمپ ته نږدې کسانو بیا ویلي، چې د اوربند په سر د هوکړې په برخه کې اختلافات بیخي راکم شوي او تمه ده چې ډېر ژر اوربند وشي.