د (ICC) په تازه درجه بندۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې اتم ځای نیولی دی.
د کرکټ نړۍوالې شورا په دې درجه بندۍ کې لومړی مقام له هند، دویم له استرالیا او درېیم مقام له پاکستان کرکټ لوبډلې سره دي. د کرکټ نړۍوالې شورا پهدې تازه درجه بندۍ کې افغان لوبډله تر وېسټانډیزو بنګلهدېش کرکټ لوبډلو مخته شوې ده. افغان لوبډله که پهدې مقام کې خپل ځان وساتي؛ د ۲۰۲۷م نړۍوال جام ته به مخامخ لار ومومي.
یاده دې وي، چې افغان لوبډلې اتلانو جام سیالیو ته هم د نړۍوالې شورا له ورته درجه بندۍ نېغه لاره وموندله، چې له درېیو لوبو یې یوه پر سویلي افریقا وبایلله، یوه یې له انګلېستانه وګټله او له اسټرالیا سره یې لوبه بې پایلې پای ته ورسېده. په اتلانو جام سیالیو کې افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې درېيم ځای ونیو.