د بدني روزنې، ورزش او المپیک ریاست خپلې درې کلنې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې
- د اسلامي امارت له بیا حاکميت وروسته د سولې او سراسري امنیت له برکته ورزش له پلازمېنې کابل څخه ولايتونو او د ولايتونو له مرکزونو څخه ولسواليو او کلیو ته رسول شوی. ستر ورزشي پروګرامونه جوړ شوي او په ولایتونو او ولسوالیو کې د فدارسيونونو ملي انتخابي سيالۍ او ورزشي جشنونه ترسره شوي دي.
- المپیک ادارې په داخلي سیالیو کې د ۵۲ رسمي او ځینې راجسټر شويو فدراسيونونو ملي انتخابي سيالۍ ترسره کړې، چې د هېواد له ټولو ولايتونو څخه ورزشکارانو پکې ګډون کړی او په ځينو انتخابي سياليو کې بهر مېشت افغان ورزشکارانو هم ګډون کړی دی.
- دغهراز د افغانستان مشهور ورزشي ليګونه (وزلوبه، فوټبال، واليبال، فوټسال، خوسی) د پخوا په پرتله معياري او له نوښتونو ډک ترسره شوي دي.
- یاد ریاست وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د بډمنټون په برخه کې نړيوالې سيالۍ ترسره شوې، چې له روسيې او پاکستان څخه ورزشکارانو پکې ګډون کړی دی.
- د دې تر څنګ په داخلي سياليو کې په لومړي ۱۴۰۱ کال کې ۶۵۰، په دويم ۱۴۰۲ کې ۳ زره او ۵۸۶ او په درېيم کال ۴ زره بېلابېلې رسمي، انتخابي، مناسبتي او تشويقي سيالۍ ترسره شوې دي.
- المپيک او د بدني روزنې ریاست د داخلي سیالیو د پیاوړتیا په موخه د کابل د ورزش رياست را منځته کړی او د عمومي ریاست په چوکاټ کې یې دوه امریتونه د (ټولشموله ورزشونو او دوديزو او محلي لوبو) جوړ شوي دي.
- المپیک ریاست د ورزشکارانو د مالي ملاتړ په موخه د ورزشي فدارسيونونو د ملي لوبډلو ورزشکارانو ته په نغدي ډول دوه ځلې عصريه وېشلې، چې د هر ځل مقدار يې نږدې ۵۰ ميليونه افغانۍ کېږي.
- اوسمهال د یاد ریاست اکثره ولايتي ورزشي ادارې د سترو او انتخابي سياليو د کوربتوب جوګه شوې او د ملي انتخابي سياليو کوربتوب يې کړی دی.
- دغهراز د ورزشکارانو د فکري او مسلکي روزنې په برخه کې سلګونه سمينارونه جوړ شوي دي.
- په تېرو درېیو کلونو افغان ورزشکارانو له بهرنیو سیالیو څخه ښې لاسته راوړنې درلودې. په لومړي کال یې ۱۴ مډالونه ګتلي، په دویم بیا ۲۲ او په درېیم کال یې بیا تر ۱۵۰ پورې مډالونه را وړي دي.
- د اسیا په المپیک سیالیو کې، چې د چين په کوربتوب د ۴۵ اسيايي هېوادونو ترمنځ ترسره شوې، له افغانستان څخه په ۱۵ رشتو کې ۹۳ ورزشکارانو، مربيانو او پلاوي ګډون کړی و، چې له ښه مرغه افغان ورزشکارانو په ووشو، تکواندو، کورش او کرېکټ کې پینځه مهم مډالونه وګټل او په ټيمي ډول له ۱۵ هېوادونو څخه مخکې شو.
- سربېره پر دې د فوټسال ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره نړيوال جام ته لاره پيدا کړه او په نړیوال جام کې يې غوره سيالۍ وکړې.
- د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې د لومړي ځل لپاره د مرکزي اسيا( کافا) جام قهرماني وګټله او پياوړو لوبډلو ته يې ماته ورکړه.
- د تکواندو ملي لوبډلې د جي ټو سياليو، چې د ۲۳ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د پاکستان په کوربتوب ترسره شوې، قهرماني وګټله.
- یاده اداره وايي، چې رهبرۍ یې د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د پراختیا په موخه قطر، روسيې، ترکيې، ايران او سعودي عربستان هېوادونو ته سفرونه کړي او له المپيک نړيوالې کمېټې سره هم په انلاين ډول وخت په وخت جلسې شوې دي.