slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (یکشنبه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دتېرې شپې نښتې د افغان ځواکونو له خوا د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې ترسره شوې دي.

د مجاهد په وینا، افغان ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، پکتیا، ننګرهار او خوست ولایتونو په پوله د پاکستان ګڼې پوسې نیولي او درانه تلفات یې ور اړولي دي.

نوموړي وویل: «په عملیاتو کې د پاکستان نږدې شل پوستې د اسلامي امارت ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې دي، د هغوی ۵۸ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.»

مجاهد زیاته کړه چې د اسلامي امارت له لوري هم لږ تر لږه نهه تنه سرتېري شهیدان شوي او تر اتلسو پورې ټپیان دي، خو د ده په وینا د پاکستاني ځواکونو یو شمېر وسلې، مهمات او وسایط د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ویاند په وینا، دغه عملیات د نیمې شپې په اوږدو کې روان وو، خو د قطر او سعودي عربستان د منځګړیتوب په غوښتنه د سهار له نهو بجو وروسته درول شوي دي.

مجاهد په دې هم ټینګار وکړ چې که پاکستان یو ځل بیا د افغانستان خاوره او هوايي حریم تر برید لاندې ونیسي، اسلامي امارت به «جدي او غچ اخیستونکی» غبرګون وښيي.

پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.