slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست امنیه قومندانۍ د جنایي مدیریت اړوند ځواکونو په یوه ځانګړې عملیاتې هڅه کې یو کس نیولی، چې د یو تن هېوادوال د وژنې قصد یې درلود.

دغه پېښه د خوست ښار د حمام مارکېټ په سیمه کې رامنځته شوې، چې د امنیتي ځواکونو پر وخت اقداماتو د وژنې هڅه هدف ته له رسېدو مخکې شنډه کړه.

د خوست امنیتي چارواکو په وینا، له نیول شوي کس سره یوه توپانچه، دوه شاجورې او یو شمېر مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

سرچینې زیاتوي، نیول شوي کس په لومړنیو تحقیقاتو کې د وژنې هڅه منلې ده او اوس د نورو قانوني اجرأتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.