slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کونړ امنیې قومندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته خبر ورکوي چې د کونړ - ننګرهار پر لویه لاره د ګډو امنیتي، او کشفي ارګانونو له لوري په یوه پراخ کمپاین کې کې  پر هغو موټرو تمرکز وشو، چې تورې ښیښې، لیزري ګروپونه او غیر قانوني هارنونه یې لرل.

یادو  عملیاتو کې ګڼ شمېر وسایط ودرول شول، تورې ښیښې پاکې شوې، لیزري ګروپونه او نور غیرقانوني تجهیزات ترې لرې کړل شول. 

د کونړ امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق حامد ټینګار وکړ چې ، دا اقدام د امنیت د تامین، د خلکو د ذهني آرامۍ، او د قانون  تطبیق لپاره مهم دی دا ډول اقدامات به دوام ومومي او هیڅ چاته به اجازه ورنکړل شي چې د قانون خلاف عمل وکړي یا د خلکو اندیښنې زیاتې کړي. نوموړي له ولسونو وغوښتل چې له امنیتي ارګانونو سره همکاري وکړي او قانون ته درناوی ولري.