slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د غلاوو یوه نهه کسیزه مسلکي ډله نیولې ده، چې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې پرله‌پسې غلاوې کړې دي.

امنیتي چارواکي وایي، له دغې ډلې سره یو سراچه موټر، یو موټرسایکل، درې وسلې او یو شمېر نظامي توکي ضبط شوي دي، چې د غلاوو پر مهال به یې کارول.

غله هغه مهال ونیول شول چې د محمدآغې ولسوالۍ د دهنو سیمې یوه کور ته د غلا نیت سره ور اوښتي وو.

چارواکي زیاتوي، نیول شوې ډله د لومړنیو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې ده.