له اسراییلو سره د غزې له اوربند وروسته هم یهودیان غزې ته مناسبه اندازه بشري مرستې نه پرېږدي.
د بېلابېلو نړیوالو سرچینو د راپورونو له مخې، سره له دې چې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند هوکړه شوې، د غزې د انساني وضعیت کړکېچ لا هم نه دی کم شوی.
د غزې چارواکي وایي چې د مرستو د داخلېدو بهیر ډېر ورو روان دی او خلکو ته بنسټیز توکي لکه اوبه، درمل او خواړه په سختۍ رسېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو ادارې (OCHA) په یوه تازه بیان کې ویلي چې د اوربند له اعلان وروسته هم د اسرائیلو له لوري د تګ راتګ محدودیتونه نه دي لرې شوي، او مرستندویه کارکوونکي د امنیتي اندېښنو له امله په ډېرو سیمو کې کار ته نه شي تلای.
همدارنګه د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د اوربند له اعلان وروسته هم په بېلابېلو بریدونو کې لسګونه فلسطینیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
په همدې حال کې، د نړیوالو بشري سازمانونو استازي وایي چې که اسرائیل د مرستو د دوامداره تېرېدو اجازه ور نه کړي، د غزې د بېوزلو خلکو وضعیت به په راتلونکو ورځو کې لا خراب شي.
بل لور ته، د اسرائیلي چارواکو ادعا ده چې دوی یوازې د امنیتي دلایلو له مخې د مرستو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي دي او هڅه کوي چې مرستې د حماس لاس ته و نه لوېږي.


