slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې په سیمه کې یو تن د جعلي افغانیو د کارونې په تور د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

امنیتي چارواکي وایي، یاده نیونه د کشفي معلوماتو پر اساس ترسره شوې، او شکمن کس هغه مهال لاس په لاس ونیول شو، چې غوښتل یې په جعلي افغانیو راکړه ورکړه وکړي.

اوس مهال نیول شوی کس تر څیړنو لاندې دی، او د پلټنو تر بشپړیدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

امنیتي چارواکي زیاتوي، چې د جعلي پیسو خپرول یو جدي جرم دی، او له عاملینو سره به قانوني چلند کېږي.