slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل لیکلي، چې امریکا د ایران پر درېیو اټومي سایټونو (فوردو، نطنز او اصفهان) بریدونه کړي دي.

 نوموړي ویلي، دا مهال ټولې الوتکې په خوندي ډول د ایران له فضایي حریم څخه وتلې دي.

نیویارک ټایمز د باخبره امریکايي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د فردو اټمي سایټ د ویجاړولو لپاره له ۳۰ ټنو څخه درانه بمونه کارول شوي دي.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره تائید کړې، چې په فوردو، نطنز او اصفهان اټومي مرکزونو بریدونه شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د اټومي وسلو د نه‌ خپرېدو له تړون (NPT) ښکاره سرغړونه ده او دا بریدونه د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس په همغږۍ ترسره شوي دي.

همدارنګه د ایران د اټومي انرژۍ سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د امریکا دغه اقدام وغندي او له ایران سره د حقونو په تر لاسه کولو کې همکاري وکړي