slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بغلان د امنیې قوماندانۍ اړوند د بنو ولسوالی پولیسو د یاد ولسوالی په مربوطاتو کې د یوې کشفي عملیاتو په ترڅ کې ( ۳۰ ) دانې د هاوان سرګلوله( ګولۍ )، څلور ( ٤ ) دانې د پرسونل ضد ماین او څلور دانې د راکت ګولۍ کشف او ترلاسه کړي دي.

د بنو ولسوالي د امنیه قوماندان قاری نقيب الله په وینا:دغه مهمات په غير قانوني ډول په يوه کرنيز ځمکه کې پټ شوي وو او د کشفي راپورنو له مخې د تولنی خدمتگاران( پولیس ) له خوا کشف شول، تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي او زمونږه پلټنې روانې دي.