د اوبو او انرژۍ وزیر؛ افغانستان د ټاپ او ټاپي پروژو د پلي کېدو لپاره بشپړ چمتو دی.
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکمنستان د انرژۍ وزیر آننه ګیلدي سپروف، د ټاپ نړیوالې پروژې د رئیس مراد آرتیکوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کابل کې ولیدل.
د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکاریو د پراخولو په ځانګړې توګه د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد، د ټاپ ۵۰۰ برېښنا لېږد پروژې د چټکتیا او د ټاپي سترې پروژې د پلي کولو په اړه بحث وکړ.
ملا عبداللطیف منصور د دواړو هېوادونو د اوږدو ښو اړیکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان د یادو پروژو د عملي کېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري. هغه ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د دوه اړخیزو اړیکو او د اوبو او انرژۍ د پراختیایي پروژو د پلي کولو ملاتړ کوي.
په ورته مهال د ترکمنستان د انرژۍ وزیر د کونړ وروستۍ زلزلې له امله افغان لوري ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او د افغانستان د همکارۍ قدرداني یې وکړه. نوموړي څرګنده کړه چې د ټاپ نړیوالې برېښنا لېږد پروژې لومړني کارونه د پرمختګ په حال کې دي او ترکمنستان د هوکړه شویو پروژو د عملي کېدو لپاره چمتو دی.
هغه ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخېدل به د ګډو اقتصادي ګټو لامل شي.