نورستان ولایت کې ۳۱ تنه روږدي د درملنې په موخه را ټول شوي دي.
یکشنبه د ۱۴۰۴ کال د غويي ۲۱ د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د نورستان ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت لخوا د یاد ولایت واما، برګمټال او وانت ولسوالیو له مختلفو سیمو څخه ۳۱ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه صحي کمپ ته ورپیژندل شوي دي.