مسکو کې د افغانستان سفیر د شانګهای سازمان له روسي استازي سره پر همکارۍ خبرې کړې
روسیه کې د افغانستان لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن په مسکو کې د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي، بختیار حکیموف، سره وکتل.
مسکو کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې، په دې ملاقات کې د شانګهای همکارۍ سازمان د وروستۍ غونډې د موضوعاتو تر څنګ، په راتلونکو ناستو کې د افغانستان د ناظر غړیتوب د بیا فعالېدو پر امکان مفصل بحث وشو.
د روسیې استازي بختیار حکیموف په خبرو کې ټینګار کړی چې د پاتې خنډونو د لرې کولو لپاره باید د سازمان اړوند غړي هېوادونه خپل تماسونه او خبرې اترې دوامدارې وساتي.


