slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وايي چې د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کې د نږدې ۷۳ میلیونو افغانیو په لګښت د زیربنایي پروژو چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللي او د بشپړېدو په حال کې دي.

په دغو پروژو کې د چاپېره دېوال او څارنیزو ټاورونو جوړول، د ارشیف ودانۍ او درې استوګنیز کورونه شامل دي. د چارواکو په وینا، د پروژو په بشپړېدو سره به د سوداګریزو توکو او ګمرکي اسنادو د خوندي ساتلو ترڅنګ، سوداګرو، موټر چلوونکو او د ګمرک کارکوونکو ته د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

د پروژو ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې ورکول کېږي او پاتې چارې به ډېر ژر پای ته ورسېږي.