slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ریاست په چوکاټ کې د خوست پولیس راډیو د پرانیستې په پار شانداره مراسم ترسره شول.


نن سه شنبه د (۱۴۰۴ لمریز کال د لړم پر ۶مه)د خوست امنیه قومندانۍ په انګړ کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو، امنیتي ځواکونو او عامو ولسي وګړو په شتون کې، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د خوست پولیس راډیو پرانیست غونډه شوه.


د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ریس مولوي عبدالحکیم همت اخوندزاده، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، د ولایت مقام مرستیال مولوي محبوب شاه قانت، د خوست امنیه قومندان ملا عبدالله حماد، د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریس مولوي شاه حسین مسجدي، د اطلاعاتو او د پولیس راډیو امرینو، د امنیه قومندانۍ لوړ رتبه منسوبینو، د پوهنتون استادانو، امنیتي ځواکونو ، خبریالانو او عامو وګړو شتون درلود.


په پیل کې مولوي محبوب شاه قانت د غونډې پرانیستونکې وینا وکړه.

نومٶړي په خوست کې د پولیس راډیو په جوړښت خوښي وښوده او ویې ویل، چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ټول رسنیز بنسټونه د اسلامي ارزښتونو تر مراعت وروسته بشپړه آزادي لري.


د خوست امنیه قومندان ملا عبدالله حماد د پولیس راډیو د پرانیستې په پار د خوښۍ مراتب وړاندې کړل او له ټولو هغو کسانو یې مننه وکړه، چې د پولیس راډیو په جوړېدو کې یې نه ستړې کېدونکې هلې- ځلې کړي.


ښاغلي حماد د ټولو امنیتي منسوبینو له مخلصانه هڅو مننه وکړه او د یادو مراسمو پر دوام یې د امنیتي منسوبینو د لاسته راوړنو شپږ میاشتینی راپور هم وړاندې کړ.


د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ریس مولوي عبدالحکیم همت اخوندزاده خوست مېشتو ولسونو ته د پولیس راډیو د پرانیستې په پار مبارکي وویله او ویې ویل، چې پولیس راډیو به یوازې د پولیسو لاسته راوړنې او فعالیتونه نه؛ بلکې د اسلامي نظام د ټولو بنسټونو لاسته راوړنو ته انعکاس ورکوي.


نومٶړي وویل، چې د خوست پولیس راډیو ایجاد به د امنیتي پولیسو او عامو وګړو تر منځ د لا صمیمیت، د اړیکو د رغښت، پايښت او لا ډېر نږدېوالي لامل واوسي.


ښاغلي اخوندزاده د خوست امنیه قومندانۍ د مشرتابه له همکاریو هم مننه وکړه، چې د پولیس راډیو د جوړښت په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي.


اخوندزاده لیکوالان، خبریالان او پولیس راډیو د ذهني تنویر مرجع یادې کړې او ژمنه یې وکړه، چې د پولیس راډیو کارمندان به شپې او ورځې ته نه ګوري، بلکې په هر حالت کې به د ولسونو غږ تر مسولو چارواکو رسوي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په معاصر سیاست او د تبلیغاتي جګړې په روانو تودو سنګرونو کې د رسنیو رول مهم یاد کړ او د ټولو رسنیو له استازو یې مننه وکړه، چې په ډېر ښه شکل یې د اسلامي امارت د پالیسیو په مراعت د نظام لاسته راوړنو او فعالیتونو ته مثبت انعکاس ورکړی.


د ویلو وړ ده، چې د خوست پولیس راډیو د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ریاست په چوکاټ کې ۲۴ ساعته نشراتي فعالیت کوي، چې بېلابېلې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، اصلاحي او نورې خپرونې د ایف ایم په 94.3 څپو تر اورېدونکو رسوي.