په هلمند کې څلور تنه له وسلو او نظامي تجهیزاتو سره نیول شوي دي.
د هلمند د امنیې قومندانۍ اړوند د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلانو د دویمې امنیتي حوزې په سيمه کې څلور تنه له وسلو او نظامي تجهيزاتو سره نيولي دي.
د هلمند د پوليسو وياند ځلاند حقاني
وايي؛ په دې عملياتو
کې، ۲ کلاشينکوفونه، ۳ مکروف
تومانچې، ۴ د تومانچو پوښونه،
۱۱ دانې د کلاشنکوف شاجورونه، ۶ دانې د تومانچې شاجورونه، ۲۰ دانې د پيکا شريدونه، يو زر و ۷۴۰
دانې بيلابيل ډوله مرمۍ، ۲۶ دانې لاسي مخابرې، ۲ لاسي
بمونه او يو شمير نور نظامي تجهيزات کشف او نيول شوي دي.
همدا راز ددغو وسلو او نظامي تجهيزاتو
په تور ۴ تنه تورن کسان هم
نيول شوي چې د لومړنيو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي
ارګانونو ته وسپارل شي.