slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اختر په رارسېدو له کنړ وروسته د کندوز امنیه قومندانۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو د کندوز پر اوسېدونکو غږ کړی، چې د اختر په ورځو کې دې هغه کارونه نه‌کوي، چې د عامه نظم د تخریب او د ځايي اوسېدونکو د ځورېدنې سبب کېږي.

په دې اعلامیه کې د کندوز امنیه قومندانۍ د نهه ګونو ولسوالیو پر امنیتي منسوبینو غږ کړی، چې د اختر په ورځو شپو کې دې له نورو ورځو ډېر د خپلو ځايي وطنوالو د خوندي تابه لپاره چمتو او ويښ اوسي. نوموړي په دې اړه خپلو منسوبینو ته ويلي، چې د خلکو امنیت تامینول د دوی له لومړیو دندو څخه ده.

پاسوال مطیع الله سیف الله پر کندوز مېشتو هټۍوالو غږ کړی، چې د هرهغه څه له پلورلو او راوړولو څخه دې ډډه وکړي، چې د عامه ذهنیت د خرابېدو او امنیت د ګډوډۍ سبب کېږي. نوموړي ویلي چې د پټاقیو پلاستیکي نقلي اسلحو او نورو مخربو توکو له پلورلو دې په کلکه ډډه وشي.

د یادولو ده، چې له دې وړاندې کونړ چارواکو هم په یوه خبرداري کې خپلو  خلکو ته خبر ورکړی، چې دوی دې د هغو شیانو له پېر او پلوره ډډه وکړي، چې د عامه امنیت او ذهنیت د خرابوالي سبب کېږي.