اسلامي امارت د هوا له لارې د سوداګریزو توکو لېږد اسانه کوي.
د سرچینو په حواله د اسلامي امارت د سوداګریزو چارو مسولان په دې هڅه کې دي چې د هوا له لارې په انتقالاتو کې اسانتیاوې رامنځته کړي. د اطلاعاتو له مخې، د دې هدف لپاره د آریانا افغان هوايي شرکت ته لارښوونه شوې چې د صادراتو او وارداتو پر برخو ځانګړې بیې وټاکي.
د شرکت له خوا ویل شوي چې د لارښوونې له مخې به هر یو کیلو صادراتي توکي په یوه ډالره او هر یو کیلو وارداتي توکي په اتیا سینټه انتقال شي.
دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان له لارې سوداګریزې راکړې ورکړې تر ډېره ولاړې دي، چې د سوداګرۍ په بهیر کې یې ځنډ رامنځته کړی. د هوا له لارې دا نوې اسانتیا د سوداګرو لپاره د توکو په انتقال کې د وخت او لګښت کمښت راوستلی شي.
کارپوهان وايي، دا ګام کولای شي د افغانستان سوداګریز بازار ته نوي فرصتونه او د بهرنیو شریکانو لپاره د اعتماد فضا رامنځته کړي.


