slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

ه ننګرهار کې د زيتونو د پروسس کارخونې بيا پر فعاليت پيل کړی او مسئولين يې وايي ،چې توليدات به يې ډېر ژر بهر ته صادر شي. په دې کارخونه کې د زيتونو د تېلو تر څنګ روب، اچار او صابون هم جوړېږي. په ننګرهار کې د زيتونو د پروسس کارخونه شپږ لسيزي مخکې پرانيستل شوې وه او په تېر کې په دغې کارخونه کې نږدې ۱۵۰۰ کسانو کار کاوه، خو اوس يوازي تر ۴۰ پوري کارګر لري. د دې کارخونې کارکوونکي وايي، چې د پروسس شويو زيتونو په مرسته د دې تر څنګ ،چې د افغانستان کورنۍ اړتيا پوره کېږي، بلکې که توجه وشي د صادراتو برخه يې هم پياوړې کېدای شي. دوی د بوتلو او نورو لوازمو له کمي سر ټکوي او له شتمنو افغانانو غواړي ،چې په دغې برخه کې پانګونه وکړي.