slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

کندهار- د سپین بولدک په ګمرک کي نږدې ۲۵ کیلو ګرامه نیشه یي مواد ونیول شول
د غبرګولي ۸مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د کندهار ګمرک اړوند د سپین بولدک سرحدي ګمرک  کارکوونکو په یوه وارداتي محموله کي څه کم (۲۵) کیلو ګرامه تاریاک کشف او ونیول.
نیول شوي نیشه یي مواد د سیمنټو په یوه وارداتي محموله کي په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، چي د یاد ګمرک د تشرېح برخي د کارکوونکو له لوري کشف او ونیول شول.
نیول شوي مواد او تورن کسان د نورو اجراتو په موخه امنیتي ادارو ته وسپارل شول.