slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د واشنګټن وروستۍ پېښې ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) هڅه کوي د ملي ګارډ پر غړو برید د اسلامي امارت له نوم سره وتړي.

ښاغلي شاهین له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د واشنګټن د برید تر شا د بهرنیو کړیو د لاس لرلو احتمال شته او ښايي موخه یې د اسلامي امارت د حکومت بدنامول وي.

هغه یو ځل بیا د اسلامي امارت پر دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ ځواک ته به اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه بهر بریدونه طرحه یا تنظیم کړي.

یاد برید څو ورځې وړاندې په واشنګټن کې ترسره شو چې په ترڅ کې یې د ملي ګارډ یوه غړې ووژل شوه او بل سخت ټپي شو. له پېښې وروسته د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د افغانانو لپاره د ویزو ورکول ودرول او د امریکا مېشتو افغانانو د دوسیو د بیاکتنې امر یې صادر کړ.

په ورته وخت کې، په امریکا کې د کډوالۍ او بشري حقونو یو شمېر ادارو دغه پېښه فردي عمل بللې او له حکومت یې غوښتي چې د یو کس کړنه دې د ټولې افغان ټولنې په خلاف ونه کاروي.