ملا عبدالسلام ضعیف د پنجشیر له والي سره په لیدنه کې د اسلامي امارت د ځایي ادارې کړنې او د خلکو همکارۍ ستایلې دي.
د هېواد پېژندل شوی سیاسي شخصیت ملا عبدالسلام ضعیف د پنجشیر ولایت په سفر کې د اسلامي امارت ځایي ادارې فعالیتونه او د خلکو او نظام ترمنځ اړیکې وستایلې.
نوموړي دا څرګندونې د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم سره د ولایت په مقام کې د لیدنې پر مهال وکړې، چې پکې دواړو لوریو د پرمختګونو او د خلکو او ځایي ادارې ترمنځ د تعامل په اړه بحث او خبرې وکړې.
ملا ضعیف د ولایت له مشرتابه مننه وکړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت ځایي اداره توانېدلې چې د امنیت ټینګښت، د خلکو د ستونزو حل، د ادارو همغږي، د سوداګرۍ وده، اقتصادي پیاوړتیا، د پروژو پلي کول او د معارف برخه کې اغېزناک ګامونه واخلي.
همداراز، د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم وویل چې د اسلامي امارت او د پنجشیر د خلکو ترمنځ اړیکې نېکې او نږدې دي، او د خلکو شکایتونه تر ۹۹ سلنه پورې کم شوي دي. هغه زیاته کړه چې د ولایت خلک د ادارې له کړنو خوښ دي او نظام هم له خلکو راضي دی.
والي وویل چې د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه او د خلکو په ملاتړ، اداره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو اسلامي احکام پلي کړي او خلکو ته صادقانه خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې امیرالمؤمنین ح د پنجشیر ولایت ته ځانګړې پاملرنه لري او د دې ولایت خلکو ته په بېلابېلو برخو کې ځانګړي امتیازات ورکړل شوي دي.