slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د خوست دعوت، ارشاد، حج او اوقافو ریاست وايي چې د ياد ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست د مسؤلينو له خوا، په ډير نظم او آرامتیا سره د دوهم پرواز لپاره، د شپږو اوستاذانو، معلمينو په شمول (۲۹۵) نفره حاجي صاحبان، تنظيم او اماده شوي وو، چې نن شپه په (۰۱:۰۰) يوه بجه د حاجيانو له کېمپ څخه د کابل هوایي ډګر پر لور يې حرکت وکړ او له لږې دمې وروسته به له ياد هوايې ډګر څخه، د سعودي عربستان هېواد د جدې ښار هوايې ډګر پر لور او له جدې ښار څخه به، د مکة المکرمة مقدس ښار پر لور حرکت وکړي.
 بايد ووايو: چې په کابل کې د ياد رياست استازو په ډيرو هلو ځلو تلونکو حاجیانو ته هر راز اسانتياوې برابرې کړې وې او محترم حاجيان يې پرته له کومې ستونزې روخصت شول.