slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د تاجیکستان ځانګړي استازي په مشرۍ د دغه هېواد لوړپوړي پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې لیدنه کړې. د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د اقتصادي او سیاسي اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

مولوي امیرخان متقي د افغانستان او تاجیکستان اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده. تاجیکستاني پلاوي له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دواړه هېوادونه کولای شي په بېلابېلو برخو کې ښې اړیکې ولري.