کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د نوي کابل ښار کې د عملي چارو د پیل لپاره یې د پلانونو پر اغېزو بحث کړی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ غونډه کې د نوي کابل ښار د ماسټر پلان، جوړښتي پلان او تفصیلي پلانونو پر څرنګوالي، اغېزو او د عملي کولو پر میکانیزمونو خبرې وشوې.
دغه ناسته د یاد وزارت د وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشري د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د مسکن او ودانیزو چارو مرستیال مولوي ګل زرین صابر او اړوندو رئیسانو او امرینو په حضور کې ترسره شوه.
په غونډه کې د ګمارل شوي هیئت له لوري د پلانونو په اړه راپور او موندنې وړاندې شوې، او د چارو د لا ښه والي لپاره د وزیر له مشرۍ لارښوونې وغوښتل شوې.
وزیر حیات حقاني د پلانونو پر هر اړخیزې ارزونې ټینګار وکړ او وویل:
«د تطبیق په ساحه کې باید د رامنځته کېدونکو پړاوونو او ستونزو واضح توپیرونه وشي، او د حل او عملي کېدو لپاره مسؤلانه وړاندیزونه وړاندې شي.»
ګډونوالو په خپلو څرګندونو کې تخنیکي نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د پروژې د لا اغېزمنتیا په موخه یې د بدیلو لارو چارو سپارښتنې وکړې.
وزیر زیاته کړه چې د تخنیکي څېړنو له بشپړېدو وروسته به د عملي اقداماتو لړۍ پیل شي. نوموړي د نوي کابل ښار سترې پروژې اهمیت ته په اشارې وویل چې اړوند ټول لوري دې خپلې چارې په بیړه سرته ورسوي او د وروستي تصمیم په موخه دې په راتلونکې غونډه کې خپلې طرحې وړاندې کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي چې د نوي کابل ښار د ابادۍ او پرمختګ چارې به په اغېزمن، چټک او د کیفیت لرونکي ډول پرمخ یوسي.