slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کور او ښار جوړولو وزیر  مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د روزګان او ننګرهار ولایتونو د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړل.

 د یاد وزارت د خبرپاڼې په حواله د روزګان ولایت د مهاجرینو ښارګوټی به په ټولیزه توګه په ۲۳۹۵ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې ټول اړین خدمات او ښاري اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوي دي.

دغه ښارګوټی به په معیاري ډول جوړ شي او ۱۷۴۰ استوګنیزې نمرې به ولري، ترڅو راستنو شویو او بې ‌ځایه شویو کورنیو ته د استوګنې مناسب ځای برابر کړي.

همدارنګه، د ننګرهار ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان هم د ښاغلي وزیر له خوا منظور شو.

 یاد ښارګوټی به په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۵۰۰ استوګنیزې نمرې به ولري.

د پروژې په جوړښت کې ټول ښاري معیارونه، لکه د سړکونو شبکه، برېښنا، اوبه، ښوونیز او روغتیایي خدمات په پام کې نیول شوي دي.

د دغو ښارګوټو طرحې د مهاجرینو د استوګنې د ستونزو د حل او د ښاري ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړې شوې دي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې د تطبیق لپاره ژمنتیا څرګنده کړې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مهاجرینو لپاره د معیاري ښارګوټو جوړولو پروګرامونه عملي کوي، څو بېرته راستنېدونکي او بې ‌ځایه شوي هېوادوال د ښاري ژوند له اسانتیاوو څخه برخمن شي او د دوامدارې ودې زمینه برابره شي.