راشد خان د شل اوریز کرېکټ تاریخ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ستوری او مخکښ لېګسپېنر راشد خان، یو ځل بیا د نړیوال شل اوریز کرېکټ په تاریخ کې نوې لاسته راوړنه ثبت کړه. نوموړي د انګلستان د سل توپونو لیګ (The Hundred) په لومړۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې په استازیتوب د ۱۱ منډو په بدل کې درې مهمې ویکټې ترلاسه کړې، چې له دې سره یې د شل اوریزو کرېکټ ویکټو شمېر ۶۵۱ ته ورسېد.
راشد خان لا له وړاندې د ویسټ انډیز د پخواني لوبغاړي ډواین براوو د ۶۳۱ ویکټو ریکارډ مات کړی و، خو اوس یې د شل اوریزو نړیوالو او لیګي لوبو په ټولیزه توګه د ویکټو شمېر له ۶۵۰ واوښت، چې دا د یادې بڼې کرېکټ کې یو تاریخي مقام ګڼل کېږي.
د شل اوریز کرېکټ د مخکښو ویکټ اخیستونکو نوملړ په لاندې ډول دی:
-
راشد خان (افغانستان) – ۶۵۱ ویکټې
-
ډواین براوو (وېسټ انډیز) – ۶۳۱ ویکټې
-
سنیل نارین (وېسټ انډیز) – ۵۸۹ ویکټې
راشد خان نه یوازې د افغانستان لپاره یو مهم لوبغاړی پاتې شوی، بلکې د نړۍ په بیلابېلو لیګونو کې د غوره توپ اچونکو له ډلې شمېرل کېږي. د هغه مسلسل لوړ عملکرد د کرېکټ مینوالو او مبصرینو ستاینه خپل کړې، او تمه ده چې دا لړۍ به لا هم وغځېږي.
راشد خان اوس د شل اوریزو کرېکټ یو ژوندی اسطوره ګڼل کېږي، چې لاسته راوړنې یې د افغان کرېکټ لپاره د ویاړ سرچینه ده.