slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هندي امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د ګجرات ایالت په امنیتي عملیاتو کې درې کسان نیول شوي، چې له داعش ډلې سره تړاو لري او پلان یې درلود چې د «بیولوژیکي او کیمیاوي بریدونو» له لارې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

چارواکي وايي، نیول شوي کسان محمد سهیل، ډاکټر احمد محی‌الدین او ازاد سلیمان نومېږي او د څېړنو له مخې یې د دهلي، حیدراباد او لکنهو په څو معبدونو کې د زهرجنو موادو  کارولو هڅه کوله.

امنیتي راپورونه ښيي، د دغې ډلې پلان دا و چې د معبدونو په اوبو، خوړو او نذرونو کې وژونکي کیمیاوي مواد ګډ کړي، څو په پراخه کچه د خلکو مسمومیت او مرګ‌ژوبله رامنځته کړي.

د هند د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي، د دغې قضیې پلټنې روانې دي او د نورو احتمالي همکارانو د نیولو هڅې دوام لري. د چارواکو په وینا، د داعش دا ډول نوي تاکتیکونه ښيي چې دغه ډله د فزیکي بریدونو تر څنګ د بیولوژیکي وسایلو کارولو ته مخه کړې ده.

بل لور ته، د هند امنیتي بنسټونو د یوې بلې پېښې په اړه هم ویلي، چې څو ورځې مخکې یو روسی ۱۶ کلن ځوان یې نیولی و، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د داعش د تبلیغ لپاره فعال رول درلود.

ورته مهال د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د نوي ډیلي په یوه سیمه کې د دوشنبې ماښام چاودنې رامنځته شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۰ کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د برید پړه د لښکر طیبه وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستل شوې ده.

امنیتي چارواکي وايي، د دې پېښو له امله د پلازمېنې او لویو ښارونو امنیتي تدابیر سخت شوي او د مذهبي ځایونو د خونديتوب لپاره ځانګړې څارنه پیل شوې ده.