افغانستان کې روانه وچکالي او د اروپايي ټولنې اندېښنې؛ دوی له افغانانو سره د مرستې ژمنه کوي.
د اروپایي ټولنې دفتر ویلي چې د افغانستان د اوبو سرچینې بېساري کمې شوې دي او دا حالت په ځانګړې توګه د کابل د اوسېدونکو پر ژوند دروند فشار اچوي. د دې بنسټ په وینا، د اوبو کموالی یوازې د څښاک موضوع نه ده، بلکې له خوراکي خوندیتوب نیولې تر عامې روغتیا او د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي.
اروپایي ټولنه وایي چې په هېواد کې له بېلابېلو همکارانو سره په ګډه کار کوي او د دوی پروژې د کرنې، څښاک اوبو، فاضلاب، روغتیايي خدمتونو او د بېځایه شویو کورنیو د ملاتړ په برخو کې متمرکزې دي.
په خپاره شوي بیان کې ټینګار شوی: «موږ غواړو له افغانانو سره د داسې تګلارو په لټه کې شو چې د اوبو اغېزناک مدیریت تضمین کړي او راتلونکي نسل ته یو باثباته چاپېریال پرېږدي.»
د اوبو د کموالي دا بحث په داسې وخت کې راپورته کېږي چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت څو اوونۍ وړاندې اعلان وکړ، په ځینو حوزو کې د اوبو کچه تر ۹۰ سلنه ټیټه شوې او وچکالي په مرکزي ولایتونو کې هم پراخه شوې ده.