slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د محرم الحرام په درېیمه، یکشنبه ماسپښین، د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د زرغون‌ښار سیمې او د مرکز پل‌علم اړوند د عمرآباد او هوني سفلي کلیو ۱۲۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ووېشل شوې.

دغو مرستو کې ۲۵۰ بورۍ غنم، ۴۸ بوتله غوړي، ۶۷۳ کمپلې، ۴۸ خیمې، ۴۸ کیټه یو ځل مصرف لوښي، ۱۲۵ ترپالونه، ۱۲۵ صحی کیټونه او ۹۰۰۰ د لاس مینځلو صابونونه شامل وو. دا مرسته د کلیو پراختیا ریاست او د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له خوا برابره شوې وه.

د مرستو د وېش په مراسمو کې د لوګر والي الحاج شیخ‌ ضیاءالرحمن مدني، د کلیو پراختیا رئیس شیخ محمد قاسم راشد او د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس قاري نورالله محمود ګډون کړی و.

بل‌خوا، د کلیو پراختیا تخنیکي ټیم د محمدآغه ولسوالۍ د هارون‌خېل کلیو هغه سړک، چې د سېلاب له امله بند شوی و، د پاک‌کارۍ چارې پیل کړې دي.

مسوولین وایي، د سروی ټیمونه لا هم په مرکز، محمدآغه او ازرې ولسوالیو کې د زیانمنو سیمو د سروې پر چارو بوخت دي، او ښایي د زیانمنو کورنیو شمېر له ۲۰۰۰ فامیلونو واوړي.