خوست؛ دویمې امنیتي حوزې تېرو درېيو کالو کې نېږدې ۳۰۰ تورن کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي.
د خوست ولايت امنيه قوماندانۍ اړوند د دویمې امنیتي حوزې مسؤلين وايي، چې د تېرو درېيو کلونو په جريان کې يې نېږدې ۳۰۰ تورن کسان، چې په بېلابېلو جرمونو يې لاسونه ککړ و، نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
مسؤلين وايي، چې د نیول شويو تورنو کسانو سره يې نغدي روپۍ ، موټرسيکلان، موټر، سره زر يا طلا او نور قېمت لرونکي اجناس نيولي، چې وروسته يې خپلو څښتنانو ته سپارلي دي.
د دویمې حوزې معاؤن مکايل بدري وايي، چې د تېرو درېيو کلونو په جريان کې دوی ته په ورکړل شوي ساحه کې شاوخوا درې سوه تورن کسان چې بېلابېلا جرمونه يې کړي و، نيولي دي.
د بدري په وینا؛ له نيول شويو تورنو کسانو يې نېږدې ۲ مېليونه افغانۍ ، ۲۵ عرادې موټر، ۴۰ عرادې موټرسیکل، طلا ځېرک تليفونه او نور غلا کړي قېمتي شيان نيولي او بېرته يې خپلو څښتنانو ته سپارلي دي.
ځايي اوسېدونکي د امنيتي حوزې دغه کړنه ستايي او له ولسي خلکو غوښتنه کوي، چې د ورانکاره فعاليتونو په مخنيوي کې له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د ويلو ده، چې امنیتي ځواکونو د خوست اوسيدونکو ته د اختر لپاره په امنيتي برخه کې بشپړ امنيت چمتوال نيولی ، د ولس سر او مال خوندي ساتلو لپاره يې په بېلابېلو ځايونو کې پلټنځايونه ځايونه برابر کړي، څو د پېښو مخه نيول شوې وي.