خوست کې له یوه مرګونې ترافیکي پېښې وروسته تښتېدلی ډرایور ونیول شو.
د خوست امنیه قومندانۍ اړوند د ترافیکو مدیریت مسؤولینو هغه ډرایور نیولی چې د خوست مرکز په ۱۲۰۰ فامیلیو سیمه کې یې یو کس په موټر وهلی او له سیمې تښتېدلی وو.
یاده ترافیکي پېښه مرګونې وه او وهل شوي کس روغتون ته تر لېږد وروسته ساه ورکړې ده.
نیول شوی کس د پېښې له رامنځته کېدو وروسته له ساحې تښتېدلی و، خو د امنیتي ځواکونو د کشفي هڅو په پایله کې موټر او ډرایور پېژندل شوي او نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د خوست امنیه قومندانۍ له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه کوي چې د موټر چلونې پرمهال ترافیکي اصول ومني کړي.
همداراز چارواکي وايي هغه کسان چې له ترافیکي پېښو وروسته د پېښې له ځایه تېښته کوي، د اصولو له مخې جدي قانوني مسؤلیت لري.