بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه مېرمن مړه او درې ماشومان ټپیان شوي.
د بلخ ولایت د حیرتان بندر او قوشتنې کانال ترمنځ په غځېدلي سړک کې د ترافیکي پېښې له امله یوه مېرمن ژوند له لاسه ورکړی او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
ټپیان د ښې درملنې په موخه مزارشریف ښار ته لېږدول شوي، او د مړې شوې مېرمنې جسد د کورنۍ غړو ته سپارل شوی دی.
د بلخ امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت د لومړنیو څېړنو له مخې، د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده. څېړنې لا هم روانې دي.