slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت خبر ورکړی چې د ځانګړو قطعاتو اړوند ځواکونو د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ځانګړو کشفي عملیاتو پر مهال یو کس نیولی دی.

د وزارت په وینا، له نیول شوي کس سره ۵ زره او ۵۶۵ عدده زیکپ نشه‌يي ګولۍ ترلاسه شوې دي.

سرچینې زیاتوي، نیول شوی کس تر لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني اجرأتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.