پنجشېر کې د هغه دویم کس جسد هم موندل شوی، چې تېره ورځ اوبو کې تر ډوبېدو وروسته ورک شوی و.
د پنجشیر ولایت سیمهییز چارواکي وایي، چې د کابل ولایت څخه پنجشیر ته د تفریح په موخه راغلي دوه تنه، چې د ۱۴۴۶/۱۲/۱۱ نېټې په ورځ د جنګلک په سیمه کې د سیند د قوي څپو له امله غرق شوي وو، دواړه جسدونه تر پرلهپسې تلاش وروسته پیدا شوي دي.
د پنجشیر امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د اولې امنیتي حوزې د هڅو په پایله کې د غرق شویو له ډلې یو تن د ۱۴۴۶/۱۲/۲۴ نېټې په ورځ وموندل شو، چې د اطفایې آمریت د کارکوونکو لخوا له اوبو را ایستل شو او خپلوانو ته وسپارل شو.
همداراز، د پاتې نادرکه کس جسد نن (۱۴۴۷/۱/۱۸) د ماله په سیمه کې وموندل شو او د سیمې د امنیتي ځواکونو له لوري خپلو خپلوانو ته وسپارل شو.
د پنجشیر امنیه قومانداني وایي، چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره خلک باید د سیندونو څنډو ته له احتیاطه کار واخلي، او د تفریح پر مهال د خوندیتوب اصولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.