امنیتي ځواکونو په کندهار کې ناقانونه وسلې نیولي.
د کندهار د ښورابک ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال درې تنه د وسلو او مهماتو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه یو میل ثقیل، دوه میله کلاشنکوفونه، یو میل نارنجک، یو د ورځې دوربین، ۲۰۰ دانې د کلاشنکوف مرمۍ، یو شاجور، یوه شرید بکس، یو عراده لوکسل موټر او ۴۴۹،۹۳۰ کلدارې ترلاسه شوې دي.
نیول شویو کسانو هڅه کوله یاده وسله او مهمات له فرضي کرښې هاخوا ولېږدوي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.
نیول شوي کسان به تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.


