په سوډان کې د سرو زرو کان نړېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي
د سوډان په شمال ختیځ کې د سرو زرو کان نړېدو له امله ۱۱ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه د سوډان په یوې ناکراره او جنګ ځپلې سیمه کې رامنځته شوې ده. د
سوډان د معدني سرچینو شرکت (SMRC) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې
دغه پېښه د هوید په لرې پرتې صحرايي سیمه کې چې د SAF ډلې تر کنټرول لاندې
اتبارا او هایا ښارونو ترمنځ پرته ده؛ رامنځته شوې.