slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د زابل امنیه قوماندان مولوي عبدالحلیم حلیمي په خاصه پیرزوینه نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د امنیتي چارو مرستیال الحاج ملا محمد طیب صابر، په شمول د مرکز قلات د څلورو ګونو حوزو امرین د کنډکونو مسئولین د پولیسو د ځانګړي ځواکونو ق مسئولین او یو شمېر نور منسوبین د زمري ۲۴ مې خپلواکۍ د څلورمي کلیزه په مناسبت د جوړي شوي غونډي او د دې ورځي په پار د امنیت تامین، د پولیسو نظم ډسپلین، تعلیم او تربیې او خپل ولس ته د ښه خدمت کولو په برخه کښي وستایل شول.

د زابل امنیه قوماندان مولوي عبدالحلیم حلیمي لومړی له ټولومسؤلینو څخه مننه وکړه چې د زمري ۲۴ مه یې د امنیت ترڅنګ له هره پلوه ښه ترسره کړل هغه وویل پولیس د ټولنې خدمتګاران دي او تاسو وښودله چې د خپلو خلکو خدمت به په بشپړ توان په ښه توګه تر سره کړي.
د زابل امنیه قوماندان وویل په دولتي چوکاټ کې مکافات او مجازات اصل دی او هغه څوک چې په خپله دنده کې بریالی وي او خدمت کوي ستایل کیږي.

ورستیو کښي د امنیه قوماندانۍ ټولو منسوبینو د امنیه قوماندان څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دوی به په ځانګړو ورځو او همدارنګه په عمومي ډول د زابل امنیت تامین لپاره کار کوي او په دې برخه کې له هیڅ راز کړنو څخه دریغ نکوي.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې د امنیه قوماندانۍ له لوري ټولو منسوبینو ته د هغوی د ښه خدمت کولو له امله ستاینلیکونه ورکول شول.