slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني د چارو ادارې او د اداري اصلاحاتو ریاست په نوښت د وزارتونو د دفترونو ریسانو لپاره جوړ شوي اصلاحاتي او د ظرفیت لوړونې سیمنار پای غونډې ته وینا وکړه.
د اداري اصلاحتو او ملکي خدمتونو ريس شیخ الحدیث محد طارق د ياد سمينار په اړه هر اړ خيز معلومات وړاندې کړل او راتلونکي کې يې د دا ډول سيمينارونو او علمي غونډو د جوړولو ژمنه وکړه. 

په غونډه کې د ګډونوالو په استازیتوب د عامې روغتیا وزارت د دفتر ریس شیخ محمد طاهر خبرې وکړې. نوموړي وویل چې دا سیمنار ټولو ګډونوالو ته ګټور و، ځکه چې په لنډ وخت کې یې ارزښتناک مفاهیم را زده کړل او له یو بل سره یې د تجربو شریکولو ښه موقع وه.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په خپلو خبرو کې وویل: د رهبرۍ په کچه د اصلاحاتو، د چارو د اسانتیا، عامه خدمتونو د معیاري کولو، او د قانوني چوکاټ د جوړښت په برخو کې جدي او پرله‌پسې هڅې روانې دي. امیرالمؤمنین د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د اصلاحاتو د رامنځته کېدو، د خلکو د خدمتونو د پراختیا او د اصولي قانون جوړونې په لاره کې شپه‌ورځي هڅه کوي.
خلیفه صاحب له دولتي مسؤلینو وغوښتل چې له رعیت سره ښه چلند ولري:
تاسو د حکومتي پرېکړو عملي کوونکي یاست. خلک ستاسې دروازو ته مراجعه کوي. د ملت او حکومت ترمنځ اړیکه ستاسو له لارې ټینګېږي. باید د خلکو ستونزو ته پر وخت، په صداقت، اخلاص او ژمنتیا ځواب ورکړئ او د دوی او نظام صادقانه استازیتوب وکړئ.
نوموړي د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه هم ټینګار وکړ او ویې ویل:
اداري زده‌کړه نیمګړتیا نه، بلکې د ویاړ وسیله ده. هر وخت باید د زده‌کړې او مسلکي ودې هڅه وشي. له یو بل سره د تجربو شریکول، همکاري او دوامداره پرمختګ د باکیفیته خدماتو کلید دی.
خلیفه صاحب د خپلو وروستیو خبرو په لړ کې وویل:
د اسلامي نظام حیثیت باید زموږ د شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو په پرتله ډېر ارزښت ولري. خپلې چارې باید د فرامینو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پرمخ یوسئ. که چیرې کومه پیچلتیا وي، هلته دې له مشرانو او رهبرۍ نه وضاحت وغوښتل شي؛ خو د خلکو کارونه باید د پلټنې او یقین حاصلولو تر نامه لاندې بې‌ځایه او له دلیله پرته ونه ځنډېږي.