اندونیزیا؛ لاریونوالو په دې هېواد کې د درېیو ولایتونو ودانیو ته اور ورته کړی.
اندونیزیا کې پارېدلو لاریونوالو د شنبې په ورځ د درېیو ولایتونو د پارلمان ودانیو ته اور ور اچولی. دغه مظاهرې د وکیلانو د معاشونو قانون پر سر پیل شوې، خو د څو تنو له وژل کېدو وروسته په تاوتریخوالي واوښتې. د اندونیزیا ولسمشر د لاریونوالو پر وړاندې د سخت اقدام امر کړی دی.
رسنیو راپور ورکړی چې په لویدیځ نوسا تنګارا، د مرکزي جاوا ایالت په پیکالونګان ښار او د لویدیزې جاوا په سیربون ښار کې پارلماني ودانۍ د لاریونوالو له خوا سوځول شوې دي.
یو شمېر رسنیو ویلي، چې لاریونوالو په سیربون کې د پارلمان د دفتر وسایل لوټ کړي، خو پولیسو په پیکالونګان او نوسا تنګارا ښارونو کې د لاریونوالو د خپرولو لپاره اوښلن ګاز کارولی دی.
دغه مظاهرې د وکیلانو د معاشونو قانون پر سر پیل شوې، خو کله چې څو تنه لاریون کوونکي ووژل شول، لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل.
د اندونیزیا ولسمشر د لاریونوالو پر وړاندې د سخت اقدام امر کړی دی.