د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په رسمي بلنه تهران ته سفر کړی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیاء احمد، دا خبر پرون شنبه د غويي په ۲۷مه نېټه پر خپله "ایکس" پاڼه خپور کړی دی. د نوموړي په وینا، په دغه سفر کې د اسلامي امارت د اقتصادي چارو د وزارت مرستیال، عبداللطیف نظري، هم د ښاغلي متقي سره ملګری دی.
ټاکل شوې چې مولوي متقي به په دغه سفر کې د تهران په مذاکراتو کې ګډون وکړي او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې مولوي امیرخان متقي ته د چین د بهرنیو چارو وزیر له خوا هم د بیجینګ بلنه ورکړل شوې ده.