slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير نورالدين عزيزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال، د هلمند ولايت والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي، د امارتي ادارو او خصوصي سکتور رئيسانو او مسئولينو، سوداګرو او صنعتکارانو د هلمند ولايت د دوو جلا مراسمو په ترڅ کې په ۱۷۵ جريبه ځمکه کې د يوه صنعتي ښارګوټي (بُست) او (دوراهي) سيمه کې ملي صنعتي پارک په ۲۰۰۰ زره جريبه ځمکه کې پرانيست. دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزير د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان پر صنعتي کېدو د ټينګار تر څنګ ويلي، چې د وارداتو له انحصاري اقتصاد څخه پر صادراتو د ولاړ اقتصاد په موخه هيواد کې د صنعتي پارکونو پرانيستل د اسلامي امارت د پاليسيو په لومړيتوب کې ځای لري.په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال په هيواد کې اقتصادي ودې او پرمختګ ته د اسلامي امارت د رهبرۍ او په ځانګړې توګه د رياست الوزراء د اقتصادي معاونيت د مقام د پاملرنې يادونه کړې او ويلي يې دي، چې صنايعو ته له ځانګړې پاملرنې پرته موږ د هيواد اقتصادي پرمختګ او پرخان بسياينې ته نه شو رسيدای.په يادو مراسمو کې د هلمند والي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ياد ولايت کې د سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو لپاره د دوو نويو صنعتي پارکونو د پرانيستلو مبارکي ورکړې او خصوصي سکتور ته يې په يادو صنعتي پارکونو کې دپانګونې بلنه ورکړې ده. د هلمند ولايت د خصوصي سکتور استازو په يوه وخت کې د دوو پارکونو پرانيستل په دې ولايت کې د صنعت د راتلونکي لپاره نيک ګام بللي دي.په پای کې د دوو پارکونو د پرانيستلو مراسم د پټۍ په پرې کولو او د افغانستان د صنعتي کېدو له لارې د خلکو د ژوندانه د ښه والي په دعا سره پاي ته ورسېدل.